ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تورخم کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو کاري کمېټو لپاره اساسي دفترونه جوړېږي

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو رییس مولوي نبي الله سعید وایي، د تورخم ښارګوټي اړوند د بېرته راستنېدونکو کډوالو په عمري کمپ کې د کاري کمېټو او امنیتي پرسونل لپاره پاخه او اساسي دفترونه جوړېږي.

مولوي نبي الله سعید زیاته کړې، په همدې موخه یې د دغه ریاست اړوند تخنیکي ټیم د تورخم ښارګوټي ته استولی و، چې هلته د یادې چارې د ترسره کولو په موخه خط اچونه وکړي.

نوموړی وایي، د یادو ساختمانونو د جوړولو لپاره د خط اچونې بهیر بشپړ شوی، چې په خبره یې د کاري کمېټو لپاره پینځه دفترونه چې د اړتیا وړ نور ځایونه هم لري او دغه راز د امنیتي ساتونکو د اوسېدو لپاره خونې شاملې دي.

ښاغلي سعید زیاته کړې؛ په ټوله کې ۱۶ ساختمانونه دي، چې ټاکل شوې د دوه میاشتو په موده کې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.