د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له ایران سره خبرې اترې په منظم او رغنده ډول پر مخ روانې دي.
ټرمپ په خپلې ټروت سوشل پاڼې کې لیکلي، خپلو استازو ته یې سپارښتنه کړې څو د هوکړې ترلاسه کولو لپاره بېړه ونه کړي.
د امریکا ولسمشر دونالډ ترمپ ویلي، که له ایران سره کومه هوکړه وشي، نو هغه به ښه او سمه وي او د پخواني امریکايي ولسمشر د دورې د هوکړې په څېر به نه وي، چې د ده په وینا ایران ته یې پیسې او «اټومي وسلو ته د رسېدو ښکاره لاره» برابره کړې وه.
هغه په خپلې ټولنیزې شبکې کې لیکلي: «زموږ هوکړه به بالکل برعکس وي، خو تر اوسه هېچا یې جزییات نه دي لیدلي او ان خبرې اترې یې هم لا بشپړې شوې نه دي»
د امریکا ولسمشر خپلو سیاسي منتقدینو ته «بایلونکي» ویلي او زیاته کړې یې ده، چې د پخوانیو حکومتونو خلاف به بد تړون ونه کړي.
ډونالډ ټرمپ همداراز ویلي، چې د هرمز تنګي سمندري محاصره به د هوکړې تر لاسلیک پورې دوام ولري.

