د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، په اسلاماباد کې د خپلې وینا پر مهال د تهران او واشنګټن ترمنځ خبرو اترو ته په اشارې ویلي، سره له دې چې امریکا د خبرو اترو په بهیر کې پر ایران بریدونه کړي، ایران لا هم خبرو اترو او سولې ته چمتو دی، خو پر امریکا باور نه لري.
د الجزیرې د راپور له مخې، پزشکیان ټینګار کړی چې د ایران د بالستیک توغندیو پروګرام په خبرو اترو کې نه دی مطرح شوی او نه به هم مطرح شي.
د ایران ولسمشر زیاته کړې، چې د لوېدیځې اسیا د سیمې پرمختګ له سولې، امنیت او سیمهییزو همکاریو سره تړاو لري.

