ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

جاپان سفیر د ملي دفاع وزیر سره په لیدنه کې؛ هېواد یې د افغانستان سره په خپلو همکاریو کې ژمنتیا لري

ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره پخپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزیر د دغه هېواد د مرستو څخه د قدردانۍ ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت یادونه کړې او ویلي يي دي، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو ټینګښت غواړي.

همدا راز د جاپان سفیر د سرتاسري امنیت او له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت د کړنو ستاینه کړې او ویلي يي دي؛ جاپان د افغانستان له خلکو سره د روغتیا، کرنې، زده کړو او په نورو برخو کې خپلو همکاریو ته ژمن دی.