د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په جلا ناستو کې د خوست ولایت د منګلو قوم او د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې له یو شمېر مشرانو سره لیدنه کړې.
په پیل کې د منګلو قومي مشرانو په هېواد کې له لویو پروژو څخه په ملاتړ ویلي، د امن په راتګ سره د افغانستان په هر ګوټ کې پراختیايي چارو ته زمینه برابره شوې او په دې برخه کې ولسونه د حکومت د هڅو هر کلی او ملاتړ کوي.
یادو قومي مخورو د افغانستان رغونه د ملت او حکومت ګډ مسولیت یاد کړی او زیاته کړې یې ده، دوی له اسلامي امارت سره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.
د منګلو قومي مشرانو په خپلو سیمو کې د یو لړ ستونزو د حل او لومړنیو خدماتو ته د لاسرسي په موخه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته وړاندېزونه کړي دي.
همدارنګه د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې مخورو او عالمانو په یاده سیمه کې د استوګنیزو ښارګوټو د ستونزو د حل او خدماتو ته د لاسرسي په اړه د وړاندېز ترڅنګ ويلي، د خلکو پر مخ د حکومتي بنسټونو د دروازو خلاصون د ستونزو د حل او د حکومت او ملت د همکارۍ سبب شوی دی.
مولوي عبدالکبیر ویلي، حکومتي مسولیت امتیاز نه، بلکې د خلکو د خدمت کولو ادرس دی او اسلامي امارت د خپلو کورنیو عوایدو پر مټ لويې پروژې پيل کړې او دا لړۍ به دوام ولري.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال، د هېواد په رغونه کې له حکومت څخه د ولس ملاتړ مهم بللی او زیاته کړې یې ده، اړونده ادارې به د شویو وړاندېزونو په هکله لاس پکار شي او یادو مشرانو ته یې د ستونزو د حل ډاډ ورکړی دی.

