ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د‌ لومړي ځل لپاره پنجشېر کې د زمرودو درې ورځنی نندارتون پرانيستل شو

د لومړي ځل لپاره پنجشېر کې د زمردو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
یاد نندارتون د پنجشیر والي حافظ محمد اغا حکیم، د کلیو پراختیا او بیارغونې وزیر محمد یونس اخوندزاده، علماوو، ملي او بین المللي سوداګرو او د پنجشېر ولایت د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې د یاد ولایت د عناب ولسوالۍ د دشتک په سیمه کې د دریو ورځو لپاره پرانیستل شو.

د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکيم په یادو مراسمو کې ویلي، چې د یاد نندارتون موخه زمردو ته د کورنیو او نړیوالو سوداګرو پاملرنې جلبول دي.

قاري محمد اغا حکيم زياته کړې، اوسمهال په پنجشېر کې د زمردو یو زر او٢٠٠ کانونه ثبت شوي دي، چې له دې جملې څخه ٥٠٠ کانونه له جواز ترلاسه کولو وروسته فعال دي او هره ورځ زرګونه سيمه ييز کارکوونکي په کې کار کوي.

د نوموړي په وینا، د پنجشېر په کانونو کې له ۱۵ زرو څخه تر ۲۰ زرو ځوانان په کار بوخت دي.

حافظ محمد اغا حکيم زیاته کړې؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې د هېواد په کانونو د پانګونې له لارې افغانستان د نړۍ په کچه د صادراتي هېواد په توګه مشهور کړي.

د پنجشېر والي تينګار کړی، چې د شمېرو له مخې د پنجشېر زمرود د ایستلو له پيل څخه تر دې دمه څه‌باندې۶۰ زره قیراطه زمرود د څه‌باندې څلور میليونه ډالرو په ارزښت پلورل شوي دي.

په دې مراسمو کې د کانونو او پترولیم وزارت ویاند همایون افغان د پنجشېر زمرود د افغانستان په سطحه مشهور بللي او ویلي يي دي، د افغانستان ټول کانونه د یو تریلیون څخه تر درې تریلیون ډالرو پورې اټکل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې په دې نندارتون کې د هېواد او په ځانګړې توګه د پنجشېر زمرود، لاسي صنايع او يو شمېر نور توکي نندارې ته ايښودل شوي دي.