ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د ۲۱۰ ورزشکارانو ترمنځ د افغانستان د بدن ښکلا ملي لوبډلې ۱۷م پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بدن ښکلا ملي فدارسیون له لوري د یاد ریاست په ۲۵۰۰ کسېز جمنازیوم کې د ۲۱۰ ورزشکارانو ترمنځ د افغانستان د فټنس او د بدن ښکلا ملي لوبډلې ۱۷م پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د فټنس او د بدن ښکلا په دوو برخو کې  له ۲۱ ولایتونو د ۲۱۰ ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې.

د بدن ښکلا په برخه کې ورزشکارانو په ۱۰ وزني کټګوریو کې، چې له ۵۵ څخه تر ۱۰۰ کیلو ګرام پورې ګډون کړی وو او له هرې کټګورۍ پینځه ورزشکاران، چې ټول ۵۰ ورزشکاران کېږي، د بدن ښکلا ملي لوبډلې ته وټاکل شو.

په دغو سیالیو کې درې مېسټر ورزشکاران په درېیو برخو کې وپېژندل شو، چې د وزن په سبک کې له هرات ولایت څخه عزت الله تر ۷۰ کیلوګرام وزن پورې، د دروند وزن په برخه کې له هرات ولایت څخه محمد ایوب عظیمي له ۷۵ کیلو ګرام څخه تر ۹۵ کیلو ګرام وزن پورې او د تجربه کارانو په سبک کې له بلخ ولایت څخه محمد رفیع د افغانستان د سږ کال مېسټر ورزشکاران وپېژندل شول.

همدارنګه د ولایتونو په کچه د کابل ولایت ورزشکارانو لومړی، د بلخ ولایت ورزشکارانو دویم او د هلمند او هرات ولایتونو ورزشکارانو درېیم مقام ترلاسه کړ.

دغه راز د فټنس سیالۍ هم د ورزشکارانو ترمنځ په دوو سپورټ فزیک او اتلتیک فزیک او د قد په پینځو کټګوریو کې، له ۱۶۷ سانتي متر څخه تر ۱۸۲ سانتي متر پورې سیالۍ وکړې، چې په پایله کې پینځو ورزشکارانو د فټنس ملي لوبډلې ته لاره پیدا کړه.

د سیالیو په پای کې د کال مېسټر ورزشکارانو او له هرې کټګورۍ لومړي، دویم او درېیم مقام ګټونګو ورزشکارانو ته کپ او مډالونه او د یادو کټګوریو څلورم او پینځم مقام ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شو.

د یادونې وړ ده، چې د سیالیو د پای په مراسمو ته د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د یاد ریاست ورزشي سلاکار قاري حیات الله رحماني، مالي او اداري رییس عبدالناصر هاشمي، د بدن ښکلا او فټنس ملي فدراسیون رییس باور هوتک او د یاد فدراسیون مسولینو ګډون کړی وو.