ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال: د کابل په ګډون د هېواد په شپږو ولایتونو کې د صادراتو د پروسس زونونه جوړېږي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال سرطان میاشتې په ۲۱مه نېټه د صادراتو ملي ورځې په نمانځغونډه کې ګډون وکړ.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته وویل، ټول هېوادونه اړ دي چې د خپلو نسبي اړتیاوو د تأمین په موخه د صادراتو او وارداتو پر اساس له یو بل سره سوداګریزې اړیکې وپالي او هغه هېوادونه چې د صادراتو اندازه یې زیاته وي، کورنی تولید یې پرمختګ کوي او د اقتصادي ودې جریان یې ګړندی کېږي.

ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، اسلامي امارت د صادرات محوره اقتصادي پالیسۍ له مخې د هېواد ټولو صادراتي شرکتونو ته ډاډ ورکوي، چې د افغانستان د صادراتو کچه به لوړیږي او ټول مازاد تولیدات به په مناسبه تجارتي توګه نورو هېوادونو ته صادریږي.

نوموړي وویل، په همدې موخه د عاليقدر امیرالمؤمنین شیخ حفظه الله د حکم پر اساس له نړیوالو معیارونو سره سم د کابل په ګډون د هېواد په شپږو ولایتونو کې د صادراتو د پروسس زونونه جوړیږي، چې د ځمکې د انتقال او ملکیت چارې یې بشپړې شوې او په نږدې راتلونکي کې به د صادراتو د معیاري کولو لپاره ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د صادراتو پروسې ته په اشارې سره وویل، اوسمهال د هېواد له ۱۳ ولایتونو څخه د نړۍ هېوادونو ته صادرات ترسره کېږي، چې اسلامي امارت په دغو ولایتونو کې د صادراتي پروسې د تسهیل او تسریع لپاره دفترونه جوړ کړي، چې د څو ورځو کار په ډېر کم وخت کې ترسره کوي.

د ښاغلي برادر اخوند په وینا، اسلامي امارت د افغانستان صادراتي توکو ته د سیمې او نړۍ هېوادونو کې د بالقوه او بدیلو بازارونو د موندلو هڅې پيل کړې دي او له هغوی د ترجیحي تعرفې غوښتنه شوې چې په دغه برخه کې پرمختګونه هم ترسره شوي.

ملا عبدالغني برادر اخوند له ټولو صادرونکو سوداګرو څخه وغوښتل، چې د هېواد د حیثیت په نظر کی نیولو سره پر نړیوالو معیارونو برابر صادرات وکړي او متوجې و اوسي، چې په دغه حساسه پروسه کې د هېواد رقیبان زموږ د صادراتو د تضعیف هڅه ونه کړي.

اقتصادي مرستیال همداراز زیاته کړه، ملي سوداګر باید د اسلامي امارت د اقتصادي پالیسۍ په نظر کې نیولو سره د خامو موادو د صادراتو پر ځای پاخه شوي تولیدي توکي صادر کړي؛ ځکه په خبره یې، په کور دننه د خامو موادو په پروسس سره نویو کارخونو ته د فعالیت زمینه برابرېږي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د صادراتو ملي ورځې نمانځغونډې ته وویل، اسلامي امارت نړۍ ته د شفافو، باکیفیته او ډاډمنو صادراتو په موخه د هېواد د ټولو بندرونو د معیاري کولو په اړه له نړیوالو معتبرو شرکتونو سره په خبرو بوخت دی، چې دا چاره به د هېواد د صادراتو پر کیفیت او کمیت د پام وړ مثبت اغېز ولري.

نړۍ ته د شفافو او ډاډمنو صادراتو د ترسره کولو په موخه نوموړي له ټولو امنیتي ارګانونو وغوښتل، چې په صادراتو کې د قاچاق مخنیوی وکړي او داسې کسانو ته جدي سزا ورکړي او پرې نږدي چې د اسلامي امارت او سوداګرو هڅو ته زیان ورسوي.

په پای کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له ملي سوداګرو وغوښتل، چې د نړیوالو معیارونو په نظر کې نیولو سره سړې خونې جوړې کړي، څو د تولیدي توکو او کرنیزو محصولاتو د خرابېدو مخنیوی وشي.