د کرنې ، اوبو لګولو او مالدارې وزارت ویاند مولوي مصباح الدین مستعین ویلي، د روان کال له پیله تراوسه ۱۳ سلنه د غمنو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی.
نوموړي زیاته کړې؛ موسمي ورښتونه او افغان بزګرانو ته د کرنې، اوبو لګولو او مالدارې وزارت له لورې د اصلاح شویو تخمونو وېش، په هېواد کې د غنمو حاصلاتو د زیاتوالي لامل بلل کیږي.
یو شمیر بزګران، سره له دې چې په روان کال کې د غنمو حاصلاتو له زیاتوالي خوښي څرګندوي خو له کرنې وزارت څخه غواړي چې له بزګرانو زیات ملاتړ وکړي.
په دې سره د ننګرهار د کانال شرکت مسولینو ویلي، چې سږ کال د دې شرکت د غنمو د حاصلاتو کچه د تېر کال په پرتله لوړ شوې، چې څه باندې ۱۳ زره ټنو ته رسېږي.
د ننګرهار د کانال شرکت رییس مولوی غلام رحمن کظیم ویلي، چې سږکال د ننګرهار کانال پر زرګونه جریبه ځمکه غنم کرل شوې وه، چې له دغو کروندو څخه څه باندې ۱۳ زره ټنه د غنمو حاصلات تر لاسه شوي دي.
د ښاغلي کظیم په وینا، اوس مهال سلګونه تنه په یاد کانال کې د غنمو پر کښت او کار بوخت دي.
په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، کرنې وزارت تل د زراعت سکتور د ودې، د موسمي اوبو د مدیریت او په هېواد کې د مالدارې د پیاوړتیا لپاره هڅې کړې دي.

