ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

څه کم یوه میاشت کې ۹۰ زره سېلانیانو د نورستان ولایت څخه لیدنه کړې

د نورستان مرکز پارون ته د غټ اختر له تېریدو وروسته د هېواد د بېلا بېلو ولایتونو څخه د سېلانیانو ورتګ ډېر شوی دی.

سېلانیان خوښ دي چې د نورستان له ښکلاوو لیدنه کوي او په وینا یې د امنیت په راتګ سره ورته د تفریح غوره زمینه برابره شوې، دوي د اسلامي امارت له مسولینو څخه دې ولایت ته د غځول شوې لارې د جوړولو غوښتنه کوي.

د نورستان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولینو د معلوماتو له مخې، په څه کمه یوه میاشت کې دې ولایت ته ۹۰ زره سېلانیان د بېلا بېلو ولایتونو څخه راغلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال دې ولایت ته د ۸۰ زرو په شاوخوا کې سېلانیان راغلي، چې سږ کال یې شاید شمېر له ۱۰۰ زرو پورته شي، ځکه هره ورځ ډلې ډلې سېلانیان د دې ولایت د طبیعي ښکلاوو لیدنه کوي.