په میدان وردګو ولایت کې د شاتو فارم لرونکي له خپل کاروبار څخه خوښ دي او وايي چې د تېر په پرتله یې د شاتو تولید ښه شوی.
په میدان وردګو ولایت کې د شاتو فارم لرونکي له خپلو کارونو خوښي دي او ویلي يي دي، چې د تېر په پرتله یې په تولید کې د پام وړ زیاتوالي راغلی.
دوی زیاته کړې، روان کال بارانونه زیات وو او سیمې تر ډېره زرغونې وې چې د شاتو په تولید او زیاتوالي یې مثبتې اغیزې درلودې.
د شاتو فارم لرونکو د لاسنیوي او بازار موندنې په برخه کې د اسلامي امارت له مسولینو د بشپړې همکارۍ غوښتنه کړې.
بل خوا د یاد ولایت د کرهنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسولینو ویلي؛ روان کال ۳۰ ټنه د شاتو تولید لري او دا شمېره به د کال تر پایه تر ۱۰۰ ټنو پورې لوړه شي، چې په وینا یې د تېر کال په پرتله پکې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
له دې سره سره مسولینو زیاته کړې؛ کوښښ کوي، څو د شاتو کاروباریانو ته مسلکي او حرفوي زده کړې سربیره یې د تولید لپاره ښه بازار موندنه وکړي.

