ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ننګرهار په حصار شاهي او شیخ مصري صنعتي پارکونو کې د لمریزې برېښنا د تولید طرحې د تایید وړ وبلل شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډې ته چې په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د ننګرهار په حصار شاهي او شیخ مصري صنعتي پارکونو کې په ترتیب سره ۴۰ – ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید او همدا راز یو شمېر نورو برخو کې د پانګونې طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې.

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې له لوري تر هر اړخیز بحث وروسته د ننګرهار په حصارشاهي او شیخ مصري صنعتي پارکونو کې د لمریزې برېښنا د تولید طرحې د تایید وړ وبلل شوې او د منظورۍ لپاره اقتصادي کمېسیون ته راجع شوې.

په دغه غونډه کې د خصوصي سکټور له لوري په کابل او کندهار ولایتونو کې د معیاري نقاش او مسلخونو د جوړولو پر وړاندې شوې طرحه هم بحث وشو.

تر هراړخیز بحث وروسته ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د طرحې له وړاندې کوونکي شرکت سره د تخنیکي مسایلو په اړه ناستې ترسره او خپل راپور په ټاکل شوې نېټه د پانګونې بین‌‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.