د امریکا پر پخواني ولسمشر او د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پر مهال برید شوی.
د امریکا پر پخواني ولسمشر او د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند ډونالډ ټرمپ شنبه جولای ۱۳ مه په سیمه ایز وخت له غرمې وروسته پداسې حال کې برید شوی، چې د پنسلوانیا ایالت کې یې خپلو پلویانو ته وینا کوله.
نوموړی چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند احتمالي کاندید دی، په غونډې کې یې د هغو پولو یوه نقشه ښودله، چې په وینا یې غیر قانوني کډوال پرې متحده ایالاتو ته تیریږي چې ورباندې ډزې وشوې.
د راپورونو پر اساس د دغه برید شکمن بریدګر وژل شوی او یو تن ټپي شوی دی.
ډونالډ ټرمپ تر برید وروسته په یوه پیغام کې خپل روغتیایي حالت د ډاډ وړ بللی او ویلي يي دي، چې د غوږ له برخې سر سري ټپي شوی دی.
عیني شاهدانو ویلي؛ یو وسلهوال تن یې ولید، چې د غونډې په ځای کې د ډزو له پیلېدو لږ وړاندې یوه بام ته خوت.
دوي زیاته کړې، چې پينځه ډزې په پرلپسې ډول وشوې.
د نوموړي انتخاباتي سیال او اوسنی ولسمشر جوبایډن، چې د نومبر په میاشت کې به د ټرمپ سره په انتخاباتو کې سیالي کوي په یوې اعلامیې کې ویلي، د ټرمپ له روغتیا خوښ دی او ژر به د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د خپل سیال سره خبرې وکړي.