ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت هڅه کوي څو هېوادوالو ته د ژوند غوره اسانتیاوې برابرې کړي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په جلا جلا لیدنو کې د بغلان او کاپيسا ولایتونو له یو شمېر عالماوو او قومي مشرانو سره لیدنه کړې.

په پيل کې د بغلان د اندراب درې د ده صلاح ولسوالۍ مخورو او عالماوو د اسلامي امارت د مشرانو قربانیو او هڅو ته په اشارې ویلي، په افغانستان کې بشپړ امن او واحد اسلامي نظام د بې شمېره قربانیو پایله ده، چې باید ساتنه یې وشي.

یادو علماوو په اندراب کې د خلکو د وضعیت په اړه زیاته کړې، د اندراب ولسونه په ډاډمن امنیت کې ژوند کوي او له سیمه ییزو مسولینو سره ښې اړیکې لري.

دوی په ياده ولسوالۍ کې د خلکو د ستونزو د حل او د سړکونو، ښوونځیو، مدرسو او جوماتونو د‌ رغولو او د‌ بې‌وزلو د لاسنیوي په ګډون په بېلا بېلو برخو کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سره شريک کړي دي.

دغه راز په یوه بله جلا لیدنه کې د کاپيسا ولايت څو تنو علماوو د هېواد د زیربناو رغونه د ملت او حکومت شریک مسولیت یاد کړي او ویلي یې دي، خلک له اسلامي امارت سره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.

یادوعلماوو د یو لړ مسایلو په اړه خپلې سلا مشورې او وړاندېزونه له سیاسي مرستیال سره شریک کړي دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د بغلان او کاپیسا علماوو ته د ښه راغلاست پر مهال له اسلامي امارت سره د هغوی له همکارۍ په مننې ویلي؛ د غرب پر وړاندې د جهاد بریا د افغان ولس د قربانیو په پایله کې ترلاسه شوې.

مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي نظام ولس ته د خدمت مسولیت لري او په ټول توان هڅه کوي، چې افغان وګړو ته د ژوند غوره اسانتیاوې برابرې کړي.

نوموړي د کاپیسا او بغلان ولایتونو د علماوو او مخورو پر سلا مشورو او وړاندېزونو خوښي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، اسلامي امارت د ولس وړاندېزونو او نظرونو ته په درنه سترګه ګوري او د همدې موخې لپاره د حکومتي بنسټونو دروازې د خلکو پر مخ پرانستې دي.