ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا اداري مرستیال: اسلامي امارت له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ ترڅنګ ورته لازمې اسانتیاوې برابروي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان بین المللي بانک (AIB) له رییس ابراهیم محب سره لیدنه کړې.

د دې لیدنې په پیل کې ابراهیم محب د افغانستان بین المللي بانک د خدمتونو، فعالیتونو او پروګرامونو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

د افغانستان بین المللي بانک رییس ویلي؛ هېوادوالو ته د بانکي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د دې بانک فعالیتونه په عادي ډول دوام لري او مسولین یې په پام کې لري، چې د بانکدارۍ د پروګرامونو سربېره د روغتیا، ساختماني موادو د تولید او هوټلدارۍ په برخو کې هم پانګونه وکړي.

ښاغلي محب همداراز د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې داخلي او بهرنیو سوداګرو او شرکتونو ته د اسلامي امارت له لورې رامنځته شویو اسانتیاوو ته په اشارې ویلي، د افغانستان بین المللي بانک چمتو دی چې دوی ته ضروري بانکي اسانتیاوې برابرې کړي.

مولوي عبدالسلام حنفي په دې لیدنه کې د بانکونو په ځانګړي ډول خصوصي بانکونو رول د هېواد د پرمختګ او پراختیا لپاره حیاتي بللی او ویلي يي دي، اسلامي امارت له خصوصي سکتور ملاتړ کوي او هر ډول لازمې اسانتیاوې ورته برابروي.