ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مسکراتو او نشه یي توکو عالي کمېسیون د رامنځته کېدو په موخه لومړۍ غونډه شوې

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د مسکراتو او نشه یي توکو پر ضد د مبارزې عالي کمېسیون د رامنځته کېدو په اړه لومړنۍ غونډه په سپېدار ماڼۍ کې جوړه شوه.

 په دې ناسته کې د مسکراتو او نشه یي توکیو په ضد د مبارزې عالي کمېسیون پر طرزالعمل د بحث پر مهال د کورنیو چارو وزارت اړوند له نشه یي توکیو سره د مبارزې مرستیال مولوي عبدالحق اخوند د خپلو لاسته راوړنو راپور د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک کړی او په جوړېدونکي طرزالعمل یې بحث کړی دی.

نوموړي ویلي، د روان کال په اوږدو کې د کوکنارو ټول کښتونه له منځه وړل شوي او د نشه یي توکو ګڼ شمېر کاروباریان نیول شوي دي.

 مولوي عبد الحق اخوند زیاته کړې، د نشه يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت کړنې بریالۍ دي او نړیوال هم پر دې پرمختګ اعتراف لري.

مولوي عبدالکبیر ویلي، د مسکراتو او نشه یي توکو پر ضد د مبارزې عالي کمېسیون د جوړېدو موخه د هېواد په کچه د مخدره توکو او مسکراتو پر وړاندې اغېزمنه مبارزه، بزګرانو ته د بديل کښت موندل او د روږدو کسانو درملنه ده، څو د یادو موخو لپاره اړونده ادارې تر یو چتر لاندې په همغږۍ کار وکړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د مسکراتو او نشه یي توکو پر ضد د مبارزې عالي کمېسیون د طرزالعمل پر څرنګوالي او غني کولو خپل نظر مطرح او ګډونوالو ته یې د راتلونکو غونډو د اجنډا په هکله لازمې سپارښتنې کړې دي.

د غونډې‌ په پای کې سیاسي مرستیال څرګنده کړې، د مخدره توکو پر وړاندې د اسلامي امارت دريځ روښانه دی او هیچا ته په هېواد کې د نشه یي توکیو د کر، تولید او قاچاق اجازه نشته.