ملي دفاع وزارت ویلي، د دې وزارت اړوند د ٢١٧ عمري قول اردو حمایوي کنډک منسوبینو په تېر یو کال کې یو زر او ٢١٨ عرادې بېلا بېل وسایط او ٣٠٩ ميله بېلا بېلې وسلې ترمیم او ګټې اخیستنې ته یې چمتو کړې دي.
یاد وزارت زیاته کړې؛ په ترمیم شویو وسایطو کې ٩٢٧ عرادې رنجر، ٩٣ عرادې هاموي ټانګونه، ١١٨ عرادې انټرنشنل، ٢٢ عرادې ضربتي ټانګونه، اووه عرادې کرنګ، نهه عرادې فورکلفت، نهه عرادې ګرځنده ورکشاپونه، ١٣ عرادې کاماز موټر او زيات شمير وسلې شاملې دي.
د دې وزارت په وینا؛ ياد وسایط او وسلې چې د تیرې ادارې په وخت کې ویجاړۍ شوې وې، د يادې قول اردو د مسلکې او تخنیکي ټیمونو په مرسته جوړې او ګټې اخیستنې ته چمتو شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۱۵ عزم قول اردو د تخنیکي ټیمونو له لوري د چنګاښ پر ۱۹مه ۱۲۵ بېلا بېل وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي و.

