د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په کراچۍ کې د افغانستان اسلامي امارت جنرال کونسل مولوي سيد عبدالجبار تخاري سره لیدنه کړې.
د لیدنې په پیل کې مولوي سید عبدالجبار تخاري په کراچۍ کې د افغانستان اسلامي امارت د کونسلګرۍ د وضعيت، فعاليتونو او پروګرامونو په اړه د رياست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.
نوموړي ویلي؛ دا چې زموږ ګڼ شمېر هېوادوال په کوربه هېواد کې مېشت دي او کونسلي خدمتونو ته اړتيا لري؛ په همدې اساس په کراچۍ کې د افغانستان اسلامي امارت د کونسلګرۍ مسولین په دې برخه کې فعالانه عمل کوي او په بېلا بېلو برخو کې زموږ د هېوادوالو ستونزې څیړي او د حل لپاره يې اقدام کوي.
مولوي عبدالسلام حنفي په کراچۍ کې د افغانستان اسلامي امارت جنرال کونسل ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، افغانستان او پاکستان د دوو مسلمانو ګاونډيو هېوادونو په توګه په مختلفو برخو کې تاريخي او فرهنګي اړيکي لري او اسلامي امارت د دغو اړيکو د لا زياتې پراختيا غوښتونکی دی.
د رياست الوزرا اداري مرستيال څرګنده کړې، په کراچۍ کې د اسلامي امارت د کونسلګرۍ مسولین دې هڅه وکړي، چې له کوربه هېواد سره کونسلي اړيکي پياوړې کړي او همداراز په یاد هېواد کې مېشتو هېوادوالو ته په بېلا بېلو برخو کې غوره خدمتونه وړاندې کړي.

