د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د کندوز ولایت مرستيال مولوي حبیب رحمان صهيب، د ۲۱۷ عمري قول اردو د ارکان رییس قاري شفيق الله وثيق او د ياد ولايت يو شمېر مجاهدينو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې مولوي حبيب رحمان صهيب او د ۲۱۷ عمري قول اردو د ارکان رییس د یاد ولايت د امنيتي، ټولنيز او اقتصادي وضعيت په اړه د رياست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.
دوی ویلي؛ د اسلامي امارت مسولین او مجاهدين د خلکو ستونزو ته رسېدنه او هغوی ته د خدمتونو وړاندې کولو هڅه کوي او په وینا یې د یاد ولایت خلک هم له ځايي مسولينو سره په دومداره ډول همکار دي.
يادو مسولينو او مجاهدينو په بېلا بېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنو او کړنو ته په اشارې غوښتنه کړې، چې په دې ولايت کې د مجاهدینو وضعيت ته رسېدنه، ښوونې او روزنې، روغتيا، د مواصلاتي لارو جوړولو او د پراختیايي پروژو پلي کېدو ته دې ځانګړې پاملرنه وشي.
مولوي عبدالسلام حنفي د کندوز ولایت ځايي مسولينو او مجاهدينو سره په لیدنه خوښي ښودلې او د اشغالګرو پر وړاندې یې په جهاد کې د افغان ملت او په ځانګړي ډول د کندوز مجاهدينو رول ستايلی دی.
د رياست الوزرا اداري مرستيال ویلي؛ اسلامي امارت خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کول، د هېواد د ابادۍ په موخه د پروژو ترسره کول او د خلکو د ستونزو حل له خپلو مسولیتونو څخه بولي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال د دوی د وړانديزونو په اړه ویلي، اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې ورته رسېدنه وکړي.

