ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسپانیې څلورم ځل لپاره د اروپا فوټبال کپ اتلولي وګټله

د اسپانیې فوټبال لوبډلې تېره شپه ( یکشنبه، د چنګاښ ۲۴مه ) په یوه سخته او جذابه سیالۍ کې انګلستان ته ۲ ـ ۱ ماته ورکړه او د اروپا فوټبال اتلولي یې په خپل نوم کړه.

دغه ستره لوبه د جرمني په مرکز برلین ښار کې شاوخوا ۷۱ زره نندارچیانو په شتون کې وشوه.

په دې لوبه کې د اسپانیې ویلیمز ۴۷مې او د انګلستان پال‌مر ۷۳مې دقیقو ګولونو لوبه خورا جذابه کړه؛ خو د اسپانيې میکایل‌اویارزېبل په ۸۶مه دقیقه کې د لوبې اړخ بدل کړ او څلورم ځل لپاره یې د اروپا اتلولي خپله کړه.