ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسلام‌اباد کې افغان سفیر د خیبر پښتونخوا له وزیر سره د کډوالو وضعیت په اړه ټلیفوني خبرې کړي

اسلام اباد کې افغان سفیر مولوي سرداراحمد شکیب د خیبرپښتونخوا وزیراعلی سهیل افریدي سره د افغان راستنېدونکو کډوالو د وضعیت په اړه ټیلفوني خبرې کړي.

افغان سفیر د ثبت ګرځنده ټیمونو (MRV) د ډېرولو، د بند پاتې کډوالو ژر تر ژره خوشې کېدلو او په ټوله کې افغانستان ته د کډوالو د بېرته را ستنېدنې پروسې د تېزولو غوښتنه وکړه.

د خیبر پښتونخوا وزیر ښاغلي افریدي خیبر پښتونخوا کې د ثبت او د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې ډاډ څرګند کړی.