ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس یو شمېر ټاکنې شوي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر اساس لاندې ټاکنې وشوې:

۱. د جوزجان ولایت مخکنی امنیه قومندان قاري محمد اسمعیل راسخ؛ د همدې ولایت د والي په توګه.

۲. د ۲۱۷ عمري قول اردو مخکنی مرستیال ملا عبدالکریم نافذ؛ د جوزجان ولایت د امنیه قومندان په توګه.

۳. د جوزجان ولایت مخکنی والي ملا عبدالله سرحدي؛ د ۲۱۷ عمري قول اردو د مرستیال په توګه.

۴. د کندهار پوهنتون مخکنی رییس شیخ عبدالرحمن طیبي؛ د اطلاعات او فرهنګ وزارت د کلتور او هنر مرستیال په توګه.

۵. د ستري محکمې دار الافتاء ریاست مخکنی عضو شیخ عبدالرحمن غزنوي؛ د کندهار پوهنتون د رییس په توګه.

او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مخکنی مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي؛ د هرات ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست د رییس په توګه ټاکل شوي دي.