د یکشنبې ورځ، د ۸/۱/۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې ۲۴/۴/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډېورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۳۳ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۱۷۰ تنه غړي ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۲۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳٦ تنه و، کونړ، ننګرهار، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته ۹۵زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو تنظیم کمېټې لخوا په تېرو دوه ورځو کې له ۶۷ کورنیو سره مرسته وشوه، چې ټولې۵۴۴ زره افغانۍ کیږي.
د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې ۸ کورنۍ په مؤقت ډول مېشتې کړل شوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول مهم خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۹۷ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۴۸ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۶۰ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه څلور کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۴ تنه و، کابل او کندهار ولایتونو ته په خوندي توګه ولېږدول شوې او شپږ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن په تخته پل کمپ کې له ۴۸ کورنیو سره ټولې۴۰۶ زره افغانۍ مرسته شوې.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
۳۰ کورنۍ د تخته پل مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په سپین بولدک کې کډوالو ته ۴۱۷ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۸۵ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
همدارنګه ۳۷۵ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو ته خیمې، کمپلې او توسان وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو ته ۱٦۱ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د ورېښمو له لارې نن ۶۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۴۷ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز یو زر او ۳۲۲ تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۳ کورنیو سره ټولې۱۹۰زره مالي مرسته شوې.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په نیمروز کې ۵۹ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته نن بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۶۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت ورېښمو بندر کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
هـــــــرات
اسلام کلا
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۶۵ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۱۴تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن په اسلام کلا بندر کې له ۱۶ کورنیو سره ۱۰۸زره افغانۍ مرسته شوې.
د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:
د هرات په اسلام کلا کې ۱۶ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۲۰۸ کورنۍ، ۷۹۱ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۲۹ کورنۍ، ۱٦۰ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۱۵۴ کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۱۱۳ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۳۲۰ عدده

