ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ټولګټو وزارت د سالنګونو لويې لارې اړوند د ټرانسپورټي وسايطو د تیریدو په پار مهالوېش جوړ کړی

دا چې د ټولګټو وزارت د سالنګونو لويې لارې د دريو برخو پاتې کار او د بيارغونې چارې پيل کړي دي، په همدې موخه یاد وزارت د ټرانسپورټي چارو د لا ښه تنظيم لپاره د یادې لویې لارې اړوند د ټرانسپورټي وسایطو د تیریدو په موخه ځانګړی مهالوېش جوړ کړی، چې له مخې به یې په یاده لویه لار ټرانسپورټي وسایط په منظم ډول تګ راتګ کوي.

یاد وزارت غټ مسافر وړونکي او بار وړونکي (۴۰۴، ۳۰۳ او ۵۸۰) وسایطو ته په نوبتي ډول هره ورځ د ماښام له ۶:۰۰ بجو څخه د سهار تر ۶:۰۰ پورې د اصلي لارې؛ یوه شپه له شمال څخه جنوب ته او بله شپه د جنوب څخه شمال لورې ته د تګ اجازه ورکړې.

همداراز دې وزارت په خپل جوړ کړي مهالوېش کې د کوچني مسافر وړونکو وسایطو لپاره هره ورځ د سهار له ۶:۰۰ بجو څخه د ماښام تر ۶:۰۰ پورې له بدیلې لارې څخه د تګ راتګ زمینه برابره کړې ده.

د ټولګټو وزارت په خپله نشر کې اعلامیه کې ویلي؛ یاد مهالوېش د ۱۴۴۶ ه.ق کال د محرم الحرام له ۱۹مې نېټې څخه چې د ۱۴۰۳ ه.ش کال د زمري (اسد) میاشتې له څلورمې نېټې سره سمون خوري د پلي کېدو وړ دی.