ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سمنګانو ولایت کې درې بندونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د اوبو او انرژي وزارت ویلي؛ سمنګان ولایت کې د اسپ، زیګولک او د خوش محلې بندونه د اووه میلیونه او ۵۲۴ زره افغانیو په ارزښت ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د یادو بندونو د پرانیستې په مراسمو کې د شمال سیندیزې حوزې عمومي رییس انجنیر رفیع الله مجتبی، د سمنګان سیندیزې فرعي حوزې رییس مولوي محب الله عادل او تاشقرغان ولسوال مولوي شمس الرحمن شتون درلود.

یاد وزارت زیاته کړې؛ د دې بندونو جوړولو چارې دوې میاشتې وړاندې د همدې وزارت له پراختیایي بودجې څخه پیل شوې وې، چې ګټې اخیستنې ته په سپارلو سره به یې د ځمکې لاندې اوبه پياوړي او د اوبو په برخه کې د خلکو ستونزې هوارې شي.