د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي؛ پرون په کندهار کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په مشرۍ د امنیتي ارګانونو د مسولینو غونډه شوې.
مولوي ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، په دې غونډه کې د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد، د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني، د استخباراتو لوی رییس ملا عبدالحق وثیق او نورو لوړ رتبه امنیتي مسولینو ګډون کړی وو.
د نوموړي په وینا، په ناسته کې د امنیتي ارګانونو مسولینو په خپلو استقامتونو کې د پرمختګونو او اجراتو په اړه د مشرتابه مقام ته توضیحات وړاندې کړي دي.
ښاغلي مجاهد ویلي، د مشرتابه عالي مقام د یادو ارګانونو د مسولینو هڅې ستایلي او په بېلا بېلو برخو کې یې ورته لازمې سپارښتنې کړې دي.
همداراز د غونډې په جریان کې د امنیتي ارګانونو په اړوندو ستونزو هم بحث شوی، چې مشرتابه یې د حل په اړه لازمې لارښوونې کړې دي.