د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې ملا نورالله نوري د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د لاسته راوړنو په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړي او ویلي يي دي؛ په مرکزي ولایتونو کې یې د لویو ولسي ناستو لړۍ پيل کړې چې د ولسونو او نظام ترمنځ د اړیکو پراختیا، واټن له منځه وړلو او د هغوی د ستونزو اورېدلو په برخه کې اغېزناکې تمامې شوې دي.
نوموړي زیاته کړې؛ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په نوښت په یو شمېر ولایتونو کې د هزاره او کوچیانو ترمنځ د څړ ځایونو موضوع د یوې طرحې د عملې کېدو په پایله کې د دواړو لوریو په مشوره او پریکړه حل شوې ده.
ښاغلي نوري څرګنده کړې، په ډېرو ولسوالیو او سیمو کې د قومونو او کورنیو ترمنځ لسګونه قومي شخړې او دښمنۍ حل شوي او دا لړۍ لا روانه ده.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د هڅو ستاینه کړې او ویلي يي دي، یاد وزارت دې د قومونو د ستونزو حل ته لومړیتوب ورکړي او د شخړو هوارول یې مهم اقدام بللی.
مولوي عبدالکبیر د ولس او حکومتي چارواکو د ګډو ناستو پر اړتیا د ټېنګار تر څنګ یادونه کړې، چې د یادو ناستو لړۍ دې لرې پرتو سیمو ته هم وغځول شي.
په دې ناسته کې د یو شمېر نورو موضوعاتو ترڅنګ د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ته لازمې سپارښتنې وکړې.

