د پاسپورټ لوی رییس پاسوال مولوي عبدالکریم حسیب په یوه خبري کنفرانس کې وايي، چې د پاسپورټونو د وېش په برخه کې د موجوده ظرفیت لوړولو لپاره، د کابل په بېلابېلو سیمو کې درې نوې څانګې کار ته چمتو او سبا چهارشنبه به په رسمي توګه پرانیستل شي.
لومړۍ څانګه په دارالامان کې پخواني پارلمان ته څېرمه، دویمه یې په قلعه زمان خان کې د شاداب ظفر په بلاکونو او درېیمه یې په تنګي ترهخېل کې د عدلیې وزارت د حقوقو ریاست په پخوانۍ ودانۍ کې پرانیستل کېږي.
یاده هره څانګه به په ورځني ډول ۲ زره متقاضیانو ته خدمتونه وړاندې کوي.
د نویو پرانیستل کېدونکو مرکزونو انلاین سایټ به په اونۍ کې یو ځل خلاصېږي او کله چې د غوښتونکو تعداد پوره شي سایټ به اوتومات ډول بېرته بندېږي او په یوه اونۍ کې به ټولو فورمو ته رسېدنه کیږي.
نوموړی زیاتوي، چې د پاسپورټ لوی ریاست د رهبرۍ او کارکوونکو د زیاتو هڅو په پایله کې په ۱۵ ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش بهیر عادی شوی او په پاتې نورو ولایتونو کې هم عادي حالت ته د راګرځېدو په حال کې دی.
دغهراز په مرکز او ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش ظرفیت په ورځني ډول ۱۲ زره ته لوړ شوی، چې دا د پاسپورټ ریاست په تاریخ کې تر ټولو لوړ رقم دی.
د پاسپورټ د لوی رییس په وینا؛ تېر کال کې څه باندې دوو میلیونه هېوادوالو ته پاسپورټونه وېشل شوي دي.
ښاغلي حسیب ټینګار کړی، چې په انلاین بڼه د پاسپورټونو د وېش برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو په رامنځته کولو تمرکز شوی او اوسمهال هر ورځ په کابل کې په انلاین بڼه د پاسپورټ ۲۰ زره غوښتونکو ته نوبتونه ورکول کېږي او په چټکۍ سره یې چارې پر مخ ځي.
د دې تر څنګ نوموړی ډاډ ورکوي، چې د پاسپورټ ریاست، عاجلو ناروغانو، ملي سوداګرو، تحصیلي بورسونو ته بریالیو محصلینو، عمره کوونکو، په سرحدي پولو عبور کونکو موټروانانو، معیوبینو او معلولینو، د هوایي چلند ادارې پیلوټانو، اقامه او ویزه لرونکو هېوادوالو، دولتي کارکوونکو او ملي لوبغاړو ته له ځنډ پرته په عریضو باندې هم اجراات کوي.
همدارنګه حاجیانو ته د پاسپورټونو د وېش بهیر په بریالیتوب سره بشپړ او شاوخوا ۲۳ زره حاجیانو ته په ډېر کم وخت کې پاسپورټونه ووېشل شول.
پاسوال مولوي عبدالکریم حسیب وايي؛ د نویو پاسپورټونو کتابچو د چاپ تړون شوی، چې په پایله کې یې د تېر کال پر مهال شاوخوا ۲.۵ میلیونه پاسپورټونه هېواد ته را لېږدول شوي دي.
د نوموړي په وینا؛ هېوادوالو ته د لا اسانتیا رامنځته کولو په موخه، د کاغذي پېژندپاڼو تایید څانګه د پاسپورټ ریاست په انګړ کې پرانیستل شوې او په عادي توګه خدمتونه وړاندې کوي.
دغه راز د پاسپورټ او برېښنايي پېژندپاڼو سیسټم د وصلېدو تفاهم لیک لاسلیک شوی او کارونه یې په چټکۍ سره روان دي.
د دې تر څنګ د بانکي تعرفو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره د افغانستان بانک ترڅنګ په نورو بانکونو کې هم د تعرفو تحویلولو لپاره هڅې شوې او کارونه یې په وروستي پړاو کې دي، چې ډېر ژر به په دې برخه کې هم درنو هېوادوالو ته زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.
ښاغلي حسیب زیاتوي؛ له افغان پوسټ امارتي شرکت سره د هوکړې پر بنسټ، تر کوره د پاسپورټ رسولو خدمتونه پیل شوي، چې په لومړي سر کې د سوداګرۍ وزارت درنو غوښتونکو ته دغه خدمتونه وړاندې شوي او په نږدې راتلونکې کې به دغه لړۍ ټول هېواد ته وغځېږي.
دغه راز د پاسپورټونو د لېږد برخه کې هم اسانتیاوې رامنځته شوي، چې اوسمهال یوازې په کابل کې په ۲۸ پوست خونو کې پاسپورټونه وېشل کېږي.
د پاسپورټ د لوی رییس په وینا؛ له فساد او جعلکارۍ سره د مبارزې په برخه کې هم جدي اقدامات شوي، چې په پایله کې یې د فساد کچه صفر ته راښکته شوې ده.
همدارنګه اطلاعاتو ته د لاسرسي په موخه، مالوماتي شمېره فعاله شوې او هره ورځ د مستقیم ځواب له لارې د هېوادوالو ستونزو ته رسېدنه کېږي.
پاسوال مولوي عبدالکریم حسیب وايي، چې د پاسپورټ لوی ریاست ته په تېر وخت کې شاوخوا یو نیم میلیون کسانو نوملیکنه کړې وه، چې له دې جملې څخه ۹۹ سلنه متقاضیانو ته نوبتونه رسېدلي او خپل پاسپورټونه یې ترلاسه کړي دي.
ښاغلی حسیب له هغو کسانو چې له خپل نوبت خبر نه دي غواړي، چې خپلې فورمې دې په سیستم کې وګوري، د ورکړل شوي نوبت له مخې دې پاسپورټ ریاست ته مراجعه وکړي او خپل پاسپورټونه دې ترلاسه کړي.
د نوموړي په وینا؛ ۱۵ ورځې وروسته به د پاسپورټ مرکزي ریاست انلاین سایټ په اونیز ډول خلاص او په یوه اونۍ کې به هغو ټولو ته رسېدنه کېږي.

