کابل ښاروالي ویلي، د څه باندې ۶۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې د کابل – جلال اباد سړک د لومړۍ برخې د پراختیا او جوړونې لومړنۍ چارې پیل شوې.
د یادې ښاروالۍ مسولینو زیاته کړې؛ ته د ترانسپورتي اسانتیاوو رامنځته کولو او د ښار د اقتصادي او معیاري ودې په موخه، د کابل – جلال اباد سړک د لومړۍ برخې د پراختیا او جوړولو لومړنۍ چارې د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې پیل شوې.
د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم رییس انجینر میرالرحمن ناصري ویلي؛ د دې مهم سړک لومړۍ برخه د مکروریانو له څلورلارې څخه تر پکتیا کوټ پورې نهه زره او ۳۹۷ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، چې په عصري او معیاري توګه به د څه باندې ۶۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت د کابل ښاروالۍ له بودجې څخه د دوه کلونو په موده کې په دوه اصلي او دوه فرعي لیکو کې جوړ شي.
نوموړي زياته کړې، چې په دې پروژه کې د لښتيو، پلولارو، ګلدانونو، د بايسکل چلولو کرښو، تمځایونو، د څراغونو نصبول او په سړکونو باندې د کرښو اچول هم شامل دي.
د کابل-جلال آباد سړک چې، د کابل ښار له اقتصادي دهلېزونو څخه شمېرل کېږي، جوړول او پراختیا یې د ماستر پلان اړوند د کابل ښاروالۍ له لومړیتوبونو څخه او د هېوادوالو یوه پخوانۍ هیله ده، چې د ترسره کېدو په حال کې ده.

