د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د پاسپورټونو د وېش نویو مرکزونو د پرانیستې په مراسمو کې ګډون او وینا کړې.
د دې مراسمو په پيل کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال د کورنیو چارو وزارت له رهبري پلاوي او د پاسپورټ عمومي ریاست مسولینو څخه د دغو مرکزونو جوړولو او هغوی ته د امکاناتو برابرولو له امله مننه کړي.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، اسلامي امارت شته امکاناتو ته په پام د ټولنې خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړې، د پاسپورټ لرل زموږ د ګرانو هېوادوالو د هر فرد حق دی او په خواشینۍ سره چې د ترلاسه کولو لپاره یې تر یوې کچې له ستونزو سره مخ وو، خو اسلامي امارت د دې مهمې مسلې په درک کولو سره ورته حللاره پیدا کړه او نن د پخوانیو مرکزونو ترڅنګ د پاسپورټونو د وېش د دریو نویو مرکزونو د پرانیستو شاهدان یوو.
ښاغلي حنفي څرګنده کړې؛ پخوا د هېواد په کچه د پاسپورټونو د وېش یو مرکز شتون لرو، چې ټولو اړتیاوو ته یې ځواب نشوای ویلی، که څه هم د ولایتونو د مرکزونو له لارې هم نوملیکنه کېده، خو وېش یې په کابل کې یوازې د یو مرکز له لارې کېده، چې له همدې امله هېوادوال له ستونزو سره مخ وو، اونۍ او ځینې مهال به میاشتې تېرېدې ترڅو یو شخص یو پاسپورټ ترلاسه کړی شي.
نوموړي زیاته کړې؛ په لومړیو کې ځینې تخنیکي ستونزې هم موجودې وې، چې له هغې ډلې د پاسپورټ کتابچو کموالی و او دغه مسله حل شوه او یوازې د وېش مرکزونو کموالی د یوې ستونزې په توګه پاتې و، مراجعین زیات وو، ناروغان یا هغه کسان چې غوښتل یې د سیاحت، سوداګرۍ، د حج او عمرې مراسمو، زیارت او د اړینو کارونو لپاره بهر ته ولاړ شي، نو یو واحد مرکز دې ټولو اړتیاوو ته کفایت نه کوه، په همدې اساس د اسلامي امارت رهبري او مسولینو پریکړه وکړه، ترڅو د پاسپورټونو د وېش لپاره نور مرکزونه هم جوړ کړي.
اداري مرستیال ویلي؛ په دې مرکزونو کې د پاسپورټونو د وېش لپاره ټولې لازمې اسانتیاوې په پام کې نیول شوي، د نارینه او ښځینه مراجعینو لپاره جلا انتظار خونې جوړې شوې دي، جوماتونه او نورې اړتیاوې هم په پام کې نیول شوي او توقع شته چې په راتلونکې کې په یوه اونۍ کې متقاضیانو ته پاسپورټ ووېشل شي.
مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې ویلي؛ په بېلا بېلو ادارو کې د اسلامي امارت ټول مسولین هېوادوالو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو او هغوی ته د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو ته ژمن دي او هڅه کوي، ترڅو زموږ ټول هېوادوال غوره او ښو خدمتونو ته لاسرسی ومومي او همداراز د الله متعال په مرسته په راتلونکې کې زموږ هېڅ هېوادوال د پاسپورټ اخیستو پر مهال له ستونزې سره مخ نشي او که لازمه وه نور مرکزونه به هم جوړ شي.

