ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

جو بایډن په کرونا ویروس اخته شوی

د امریکا ولسمشر جوبایډن په کویډ-۱۹ اخته شوی او له همدې امله یې په “لاس وګاس” ښار کې یوه مهمه ټاکنیزه غونډه هم ځنډېدلې ده.

سپینې ماڼۍ پرون چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې بایډن به په قرنطین کې خپلو دندو ته دوام ورکړي.

یو شمېر رسنیو د بایډن د ډاکټر له قوله خبر ورکړی، چې د نوموړي د کرونا ازموینې پایله مثبته ده او د واکسین لومړی ډوز یې هم ترلاسه کړی دی.

۸۱ کلن بایډن د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند دی.

نوموړی داسې مهال په کرونا ویروس اخته کېږي، چې د دیموکراتانو له لوري د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې په نوموړي د ګوښه کېدو فشارونه زیات شوي.

د دیموکرات ګوند یو شمېر غړي، استازي او مالي ملاتړ کوونکي راتلونکو ټاکنو کې د بایډن د ځایناستي غوښتنه کوي، تر څو له ډونالډ ټرمپ سره سیالي وکړي.

بایډن بیا په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې د روغتیايي وضعیت له تشخیص وروسته به په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې له سیالۍ څخه خپل ګوښه کېدل وڅېړي.