د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د پروان ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره لیدنه کړې.
په دې ناسته کې یادو قومي مشرانو د پروان له ولایتي اداري خوښي څرګنده کړې او له اسلامي امارت سره یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی.
دوی په پروان کې د پراختیايي پروژو پیلولو، د استنادي دیوالونو جوړولو او د کرنې د مکانیزه کولو غوښتنه کړې.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت هیڅ ډول قومي، سمتي، نژادي او مذهبي توپیري چلند ته ځای نه ورکوي او کوښښ کوي، چې ټولو هېوادوالو ته یو شان خدمات وړاندې کړي.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، اسلامي نظام د ټولو افغانانو ګډ نظام دی او د ټولو افغانانو مسولیت دی چې د هېواد د ابادۍ او اقتصادي پياوړتیا لپاره لاس ورکړي.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې د دوی ستونزو ته به یې رسېدنه وشي او اړونده ادارو ته به لازمې لارښوونې وکړي.

