د چهارشنبې ورځ، د ۱۱/۱/۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې ۲۷/۴/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلا بېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډېورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې اوو کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۲۱ تنه غړي ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو تنظیم کمېټې لخوا له اوو کورنیو سره مرسته وشوه، چې ټولې ۵۲ زره افغانۍ کیږي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۱۴ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۸۰ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې نهه تنه و، هرات ولایت ته په خوندي توګه ولېږدول شوې او پینځه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له ۱۲ کورنیو سره ټولې ۹۸ زره افغانۍ مرسته شوې.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
۲۷ کورنۍ د تخته پل مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې کډوالو ته ۱۰۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۶۸ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
همدارنګه ۲۷۹ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو ته خیمې او کمپلې وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو ته ۷۴ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د ورېښمو له لارې ۳۹۱ تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت ورېښمو بندر کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
هـــــــرات
اسلام کلا
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې اته کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۳ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په اسلام کلا بندر کې له ۵ کورنیو سره ۳۴ زره افغانۍ مرسته شوې.
د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:
د هرات په اسلام کلا کې ۱۲ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۲۹ کورنۍ، ۱۱۴ وګړي
لېږدول شوي کډوال: دوه کورنۍ، نهه وګړي
مرسته شوي کډوال: ۲۴ کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۳۹ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۷۴ عدده

