ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملي دفاع وزارت: افغان پوځي د روسیې د البروس د غرختنې سيالۍ کې لومړی مقام خپل کړ

د افغانستان ملي دفاع وزارت ویلي؛ د پوځي سپورت نړیوالې شورا له لوري د سولې لپاره د البروس د غر ختنې سیالۍ کې چې ۱۳ هېوادونو (افغانستان، برازیل، ارمنستان، هند، اردون، عراق، ایران، چین، منګولیا، نامیبیا، عمان، ایکوادور او روسیې) ۵۰ تنه استازو پکې ګډون کړی وو، د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت اړوند یو تن پوځي مجاهد استاد محمد هارون یاسر لومړۍ مقام خپل کړ.

 یاد وزارت زیاته کړې؛ د غر ختنې یادې سیالۍ د روان میلادي کال د جولاي په ۲۰مه پيل او د جولاي په  ۲۵مه پای ته ورسیدې چې ګډون کوونکو پوځیانو د قفقاز غرونو البروس نومې څوکې ته چې د اروپا د بام په نوم هم یادیږي او د بحر له سطحې څخه پینځه زره او ۶۴۲ متره لوړه ده په ختلو سره سیالي وکړه.

د يادونې وړ ده، چې افغان غر ختونکي مجاهد استاد یاسر د اتلولۍ تر خپلولو وروسته خپل روسي سیال د اسلام په مبارک دین هم مشرف کړ او د البروس په لوړه څوکه یې د اسلام سپيڅلي دین مبارکه کلمه وویله.