ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شهید اسماعیل هنیه څوک و؟

شهید اسماعیل هنیه په ۱۹۶۲ زېږدیز کال کې د غزې ښار لوېدیځ (الشاطئ) د کډوالو په کمپ کې زیږېدلی.

ښاغلی هنیه د غزې اسلامي پوهنتون له عربي ادبیاتو څخه فارغ او په ۱۹۸۷ زېږدیز کال کې له حماس سره یو ځای شو.

نوموړی په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ کلونو کې څو ځله د اسرائیلي رژیم له لوري زنداني شو.

ښاغلی هنیه په ۲۰۰۶ کال د فلسطین د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۴ یې د حماس په مشرۍ د دولت د مشر په توګه غزه کې خدمت وکړ.

۶۲ کلن هنیه په ۲۰۱۷ کال کې د حماس سیاسي دفتر د رییس په توګه وټاکل شو، په ۲۰۱۹ کې له غزې تړانګې څخه ترکیې او قطر ته ولاړ او د حماس استازولي یې له هېواده بهر پیاوړې کړه.

د روان زېږدیز کال په اپریل میاشت کې یې د صهیونیستي رژیم په هوايي برید کې درې زامن او څلور لمسیان شهیدان شول او نوموړي روښانه کړه، چې د دوی شهادت به د اوربند او بندیانو په مذاکراتو، چې هغه وخت یې جریان درلود، کوم تاثیر ونه کړي.

اسماعیل هنیه په تېرو دوو لسیزو کې د حماس له سترو سیاسي مشرانو څخه و، چې په وروستیو کلونو کې یې له قطر څخه د حماس سیاسي فعالیتونه اداره کول.

ښاغلی هنیه د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه ایران ته سفر کړی و او نن سهار چهارشنبه د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۳۱مه په تهران کې ترور او په شهادت ورسېد.

نیویارک ټایمز ویلي، چې هنیه د حماس د سیاسي دفتر د مشر په توګه په ډیپلوماسۍ او له اسرائیلو سره د اوربند په مذاکراتو کې اساسي رول درلود.