ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

‘د ایران نوی حکومت او د کابل–تهران اړیکو د پیاوړتیا فرصتونه’ په اړه علمي ناسته شوې

د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په نوښت «د ایران نوی حکومت او د کابل–تهران اړیکو د پیاوړتیا فرصتونه» تر سرلیک لاندې علمي ناسته کړې او په یادې موضوع هر اړخیز بحث شوی دی.

په دې ناسته کې د پوهنتون استاد دکتور جعفر مهدوي پکې د کلیدي ویناوال په توګه ګډون کړی و.

 ناسته کې د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز رییس ولي الله شاهین په ایران کې د حکومت پر بدلون او پر دوه‌اړخیزو اړیکو یې احتمالي اغېزو باندې مقدماتي خبرې کړي.

ولي الله شاهین ویلي؛ افغانستان او ایران ګاونډي هېوادونه دي او دا چې ګاونډی په دیني نصوصو کې ډېر لوړ ځای او ارزښت لري، داسلامي امارت هڅه دا ده چې له ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې ولري.

د نوموړي په وینا؛ له ایران سره ښه راشه درشه او راکړه ورکړه لرو او طمعه هم دا ده، چې په ایران کې د حکومت له بدلون سره دوه ‌اړخیزې اړیکې لا پیاوړې شي.

دکتور جعفر مهدوي ویلي؛ د نظام په ټولو بنسټونو او ځانګړې توګه بهرني سیاست کې علمي او متخصص نظر خورا مهم دی، ځکه له دقیقې څېړنې او سپړنې وروسته اجرايي برخې ته مشورې ورکوي.

د نوموړي په وینا؛ د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په ځانګړې توګه د ځوان او متخصص ځواک خورا زیات طرفدار دی چې له کبله یې په بهرني سیاست کې د بریاوو شاهدان یوو.

ښاغلي مهدوي زیاته کړې؛ سره له دې چې نظامي او مسلحانه مبارزه ثمر ته رسېدلی، خو اوس په لا ډېر پراخ، پېچلي او مهم اړخ یعني حکومتولۍ کې مبارزه پیل شوی او خاصتا له نورې نړۍ سره د اړیکو او سو تفاهماتو لرې کولو اړتیا ده او له همدې کبله د بهرني سیاست مسولیت هم خورا دروند او سخت دی.

نوموړي ویلي، په ایران کې د حکومتونو بدلیدل په عمومی پالیسی کي زیاد بدلون نشی راوړلي؛ ولی د نوی فرصت په توګه استفاده کوای شو.

دکتور مهدوي د افغانستان په اړه د ایران د نوي حکومت د بهرني سیاست په اړه ویلي؛ له افغانستان سره د اړیکو موضوع د ایران لپاره خورا ارزښتناکه ده، ځکه دواړه هېوادونه ۹۵۰ کیلومتره اوږده ګډه پوله لري او مذهبي، ژبني او کلتوري اشتراکات لري.

د ایران په بهرني سیاست کې نوموړي زیاته کړې، بېلا بېلو عواملو ته په کتلو هیله دا ده چې د ایران او اسلامي امارت ترمنځ اړیکې د نژدې کېدو په لوري ولاړې شي.

نوموړي ویلي؛ اسلامي امارت د هېواد پر ټوله جغرافیه بشپړ تسلط موندلی، د ټولو اقوامو او مذاهبو امنیت یې ټینګ کړی، په اقتصادي برخه کې یې په لیږ امکاناتو سترې پروژې پیل کړې دي، او د ایران د حقابې اړوند هم په وضاحت سره ښکاري چې حسن نیت شته دی.

د نوموړي په وینا، ایران ته هم پکار ده چې په افغانستان کې د ناتعریف شویې ټول‌ګډونه نظام تر نوم لاندې د غوښتنې څخه تېر شي، کوم څه چې په اوسني وخت کې نه عملي ده او نه هم د منلو وړ ده، بلکې یوه داخلي موضوع ده.

 جعفر مهدوي ویلي، داسې برداشتونه هم شته چې په ایران کې د نوي حکومت له راتګ سره ممکن د ایران او اسلامي امارت ترمنځ اړیکو کې پرمختګونه د تېرې درې کلنې دورې په څېر چټکتیا ونه لري، خو بیا هم د اسلامي امارت په دریځ پورې تړاو لري او که امارت په اړیکو کې تحرک او رغند ګامونه اوچت کړي دا پرمختګونه به له ورو کېدو وژغورل شي.

ځکه د هغه په خبره، په تېرو دریو کلونو کې د ایران پر بهرني سیاست دا نیوکه وه، چې ایران د اسلامي امارت په پرتله دوه‌اړخیزو اړیکو کې ډېر مخکښ و او له همدې کبله د ایران نوي ولسمشر له ګاونډیو هېوادونو سره د متوازن تعامل خبره مطرح کړې ده.

 نوموړي زیاته کړې؛ له کاملا امنیتي او ایډیولوژیک فاز څخه اقتصادي او فرهنګي فاز ته د دواړو هېوادونو د اړیکو اوښتل د دواړو هېوادونو په ګټه دي؛ ځکه که مناسبات اقتصادي شي او ګټې سره وتړل شي دوه‌اړخیزې اړیکې به لا ډېرې پیاوړې شي او له اوسنیو سرحدي ستونزو او نورو ګواښونو به راووځي.

 د بهرنيو چارو وزارت د دویم سیاسي ریاست د ایران څانګې مرستیال د محمد حسین سعید بیا په خپلو خبرو کې ویلي، دا چې پزشکیان له ګاونډیو هېوادونو سره تعامل د خپل بهرني سیاست لومړیتوب بللی، هیله‌ بښوونکې نکته ده؛ خو په ورته وخت کې د اسلامي امارت له لوري له ګاونډیو هېوادونو په تېره ایران سره د اړیکو د پراختیا لپاره د هڅو زیاتولو اړتیا هم محسوسه ده او یو شمېر داسې نکات شته چې تمرکز زیاتول پرې پکار دي.

 نوموړي د ایران او افغانستان په اړیکو کې اغېز لرونکو مسایلو ته اشاره کړې او ویلي يي دي؛ د اسلامي امارت امنیتي اقتدار د دې لامل شوی چې ایران له امارت سره د یوه مقتدر حکومت په توګه تعامل وکړي.

د دې ترڅنګ، د افغانستان ترانزیټي موقعیت، په اقتصادي دهلېزونو او سیمه‌ییز اتصال کې مهم رول، د افغانستان صادراتي او وارداتي وړتیا او د افغانستان مارکېټ ته د ایران اړتیا، د افغانستان د اوبو وړتیاوې او داسې نور هغه مسائل دي چې له کبله یې ایران ښایي له اسلامي امارت سره مثبتو اړیکو ته هڅوي.

 همدا راز نوموړي زیاته کړې، چې یو شمېر ګډې ننګونې هم شته چې پر فرصتونو بدلېدلی شي.

د نوموړي په وینا؛ د داعش ډلې ګواښ، ګډه اوږده پوله، نشه‌یي توکي چې امارت ورسره بریالۍ مبارزه کړې، کډوالي یا د انسانانو قاچاق او داسې نور هغه ننګونې دي چې د دوه‌اړخیز تعامل په صورت کې پر فرصتونو بدلېدای شي.