ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د ۱۷۰ لوبغاړو ترمنځ د بدمنتون د غوراوي سیالۍ پای ته ورسېدې

د بدمنتون سیالۍ د ۱۷۰ ورزشکارانو ترمنځ چې د بدمنتون ملي فدراسیون له خوا د المپیک، بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست په همغږۍ د دغه ریاست په دوه زره او ۵۰۰ کسیزه ورزشي جمنازیوم کې د اندونیزیا سفارت په مالي مرسته په لاره اچول شوې وې، د ۴۰ تنو ورزشکارانو په غوره کولو سره، د بدمنتون ملي ټیم په بریا پای ته ورسیدې.

د دغو سیالیو د پای مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او سپورت ریاست د تخنیکي او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالناصر هاشمي، د ورزشي چارو سلاکار قاري حیات الله رحماني او د دې ریاست د دعوت او ارشاد څانګې رییس مولوي داد محمد بریال عطايي ګډون کړی وو.

په دغو سیالیو کې له کابل، بامیان، بلخ، ننګرهار، هرات او سرپل ولایتونو څخه له ۱۳، ۱۵، ۱۷، ۱۹ کلنو او تر ۲۰ کلنو کم عمره لوبغاړو برخه اخیستې وه.

د دغو سیالیو په پای کې له هرې کټګورۍ څخه اته لوبغاړي (په ټولیزه توګه ۴۰ ورزشکاران) د بدمنتون ملي لوبډلې ته غوره شول.

دغه سيالیو درې ورځې دوام وکړ او په پاى کې د المپيک، بدني روزنې او سپورت عمومي رياست د مسولينو له خوا غوره ورزشکارانو ته مډالونه، ستاینلیکونه او نورې جايزې ورکړل شوې.