ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د ۱۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د اول زون د سوک‌وهنې ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سوک‌وهنې ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار له ۳۲ کلبونو د ۱۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د اول زون د سوک‌وهنې ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.

دغه سیالۍ به د لویو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ کې ترسره او په پایله کې به یې ۲۶ تنه ورزشکاران د اول زون د سوک وهنې منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.

د سوک‌وهنې ملي فدارسیون د مسوولینو په وینا؛ د زونونو ټاکنیزې سیالۍ به په منظم ډول ترسره شي او ۱۵ ورځې به نور هم دوام وکړي، ترڅو د زونونو منتخبو لوبډلو ته غوره لوبغاړي پیدا او وټاکل شي.

د یادو سیالیو د پیل په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست مسولینو، د سوک وهنې ملي فدراسیون رهبري پلاوي، ورزشکارانو او زیات شمېر مینوالو ګډون کړی و.