ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په تېرو نهو میاشتو کې د صادراتو کچه نږدې دوه میلیارد ډالرو ته لوړه شوې

د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت وايي، چې په تېرو ۹ میاشتو کې یې د صادراتو کچه یو میلیارد او ۷۰۰ میلیونه ډالرو ته لوړه کړې ده.

د دې معاونیت په وینا؛ سره له دې چې د افغانستان شتمنۍ کنګل شوې او د هېواد پر بانکي سکټور محدودیتونه لګېدلي، خو بیا هم د بهرنیو اسعارو پر وړاندې افغانۍ ثابته پاتې شوې او د الکترونیکي حکومتولۍ په برخه کې مشخص ګامونه پورته شوي او هره میاشت شاوخوا ۸۰۰ زره دولتي کارکوونکو ته له داخلي بودیجې څخه معاشونه ورکول کیږي.

اقتصادي معاونیت دغه راز د نړیوال بانک د هغه راپور هرکلی کړی، چې یاد پرمختګونه پکې په واضح ډول ښودل شوي دي.