د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت وايي، چې په تېرو ۹ میاشتو کې یې د صادراتو کچه یو میلیارد او ۷۰۰ میلیونه ډالرو ته لوړه کړې ده.
د دې معاونیت په وینا؛ سره له دې چې د افغانستان شتمنۍ کنګل شوې او د هېواد پر بانکي سکټور محدودیتونه لګېدلي، خو بیا هم د بهرنیو اسعارو پر وړاندې افغانۍ ثابته پاتې شوې او د الکترونیکي حکومتولۍ په برخه کې مشخص ګامونه پورته شوي او هره میاشت شاوخوا ۸۰۰ زره دولتي کارکوونکو ته له داخلي بودیجې څخه معاشونه ورکول کیږي.
اقتصادي معاونیت دغه راز د نړیوال بانک د هغه راپور هرکلی کړی، چې یاد پرمختګونه پکې په واضح ډول ښودل شوي دي.

