ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د نیوزیلاینډ پر وړاندې د ټېسټ سیالۍ د تمریناتي کمپ لپاره لوبډله غوره شوه

د افغانستان کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې د نیوزیلاینډ پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې د تمریناتي کمپ په موخه چې په هندوستان کې به ترسره شي، ۲۰ کسیز نوملړ غوره کړ چې په موخه به یې لوبډله د روانې اګست میاشتې په ۲۸مه نېټه د هندوستان په لوري حرکت وکړي.

د غوراوي کمېټې د مسولینو په وینا، یاد کمپ د اګست په ۲۹مه نېټه د هندوستان په ګرېټر نویډا کرېکټ لوبغالي کې پیلیږي، چې په پای ته رسېدو سره به یې د نیوزیلاینډ پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره ترې نوملړ غوره شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر احمدشاه سلیمانخېل ویلي؛ د تمریناتي کمپ لپاره ۲۰ لوبغاړي غوره شوي دي، چې له منځه به یې په یاد هېواد کې د لوبغاړو لوبیز حالت او پیاوړتیا ته په پام سره ترې ۱۵ کسیزه لوبډله غوره شي، ترڅو د نیوزیلاینډ پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ لوبه ترسره کړي او افغان لوبغاړي پکې ښه وځلیږي.

باید وویل شي چې په یاد ۲۰ کسیز نوملړ کې حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، عبدالمالک، رحمت شاه، بهیرشاه محبوب، اکرام علي خېل (ویکټ ساتونکی)، شاهدالله کمال، ګلبدین نایب، افسر ځاځی (ویکټ ساتونکی)، عظمت الله عمرزی، ضیاءالرحمن اکبر، شمس الرحمن، قیس احمد، ظاهرخان، نجات مسعود، فرید احمد ملک، نوید ځدراڼ، خلیل احمد او یما عرب شامل دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي مشر میرویس اشرف په دې اړه ویلي؛ له یاد کمپ څخه به د نیوزیلاینډ پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ لوبې ته غوره لوبډله جوړه شي، ځکه یې په همدې موخه ۲۰ کسیز نوملړ غوره کړ، ترڅو د هندوستان هوا او لوبیز حالت ته په پام سره ترې غوره نوملړ په ګوته شي.

نوموړي زیاته کړې؛ په کورني کرېکټ کې مو ځينې ځوان او پياوړي لوبغاړي ترلاسته کړل، چې له نېکه مرغه اوس د ټېسټ په نوملړ کې هم ځای ورکړل شوی دی او هیله لري چې د سویلي افریقا پر وړاندې لوبلړۍ ته به هم اضافه کړل شي.

د یادونې وړ ده، چې د نیوزیلاینډ پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ لوبه به د راتلونکې سپټمبر میاشتې په ۹مه نېټه د هندوستان په ګریټر نویډا کرېکټ لوبغالي کې پیل او د همدې میاشتې تر ۱۳مې نېټې پورې دوام ومومي.

همدارنګه باید وویل شي چې یادو سیالیو ته د غوره چمتووالي په موخه له شپږیزې کرېکټ لیګ وړاندې په ننګرهار ولایت کې هم د چمتووالي کمپ تنظیم شوی و چې د اب و هوا له اړخه د هندوستان له هوا سره نسبتاً ورته والی لري.