د ازموینو ملي ادارې مسولینو نن( شنبه، د وږي لسمه نېټه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغې ادارې د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د ازموینو ملي ادارې مسولینو په دې خبري کنفرانس کې وویل؛ تېر کال کې د تخنیکي او اداري پروسو د معیاري کولو، د کانکور ازموینو د جامع سیستم جوړولو، د ستراتېژیک پلان چمتو کولو، د افغانستان د ازموینو قانون مسودې د ترتیب او همدا راز د لسو طرزالعملونو او دوه مادو د پلي کېدو په برخه کې مهم ګامونه پورته شوي دي.
مسولینو زیاته کړه؛ په ۱۴۰۳ کال کې د کانکور ازموینې لپاره ۹۷ زره او ۹۱۷ د ګډون کارتونه چاپ شوي، د ازموینې پوښتنې په څلور ژبو (پښتو، دري، انګلیسي او عربي) چمتو شوي او د ازموینې وخت له ۱۶۰ دقیقو څخه، څلور ساعتونو ته زیات شوی دی.
دغه راز د یاد وزارت مسولینو وویل، د لومړي ځل لپاره د دې ادارې دویمې واحدونه په کندهار، هرات، بلخ، بامیان، کندوز، پکتیا او ننګرهار زونونو کې رامنځته شوي دي.
مسولینو د خپلو خبرو په دوام وویل، له پوهنې وزارت سره د شاوخوا ۴۰ زره ښوونکو د ازموینې اخیستو په موخه، د همکارۍ تفاهم لیکونه لیک لاسلیک شوي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې له ۱۷۷ زره او ۲۰ کسانو ازموینه اخیستل شوې او ۸۷۱ زره او درې بریالي کسان بېلابېلو ادارو ته ورپېژندل شوي دي.
دغهراز یادو مسولینو وویل، د بېلابېلو ادارو ۵۸ ډله ییزې ازموینې په پوره شفافیت سره اخیستل شوي او پایلې یې هم اعلان شوي دي.
د ازموینو ملي ادارې مسولینو زیاته کړه، په تېر کال کې د ۱۴۰۳ کال د عمومي کانکور، متفرقه، اختصاصي، دیني، د ماسټرۍ پروګرامونو، د علمي کچې تثبیت، مالیې وزارت، طبي شورا، عامې روغتیا وزارت، د امر بالمعورف او نهې عن المنکر وزارت، نظامي اکاډمیو او د نورو ادارو د ازموینو لپاره، شاوخوا ۲۰۰ زره د نوم لیکنې فورمې وېشل شوې او له راټولولو وروسته، د ادارې په سیستم کې ثبت شوي دي.
د مسولینو په وینا، د ۱۴۰۴ کال کانکور لپاره د اړینو تدابیرو نیول، د افغانستان د ازموینو قانون مسودې نهايي کول، د ادارو د ډله ییزو ازموینو اخیستل، د سیستمونو پراختیا، د اوو زونونو په کچه د ادارې د دویمي واحدونو تجهیز او د تخنیکي او اداري سیستمونو معیاري کول، په روان کال کې د ادارې له مهمو لومریتوبنو څخه دي.

