ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ۶۴ میلیونه افغانیو په ارزښت سمنګان کې د یوه روغتيايي مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي سمنګان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ۶۴ ميليونه افغانيو په ارزښت د حضرت سلطان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړېدو ډبره کېښوده.

د دې پروژې د پیل په مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر او مل پلاوي، د سمنګان والي ملا محمد شعیب رسالت، د یو شمېر ولایتي ادارو مسوولینو او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر یاد روغتون د ولسوالۍ په کچه د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او د خلکو د ستونزو د حل لپاره مهم ګام وباله او ویې ویل، د اسلامي امارت له داخلي بودیجې څخه په ټول هېواد کې د ۳۱۸ ولسوالیو لپاره د روغتونونو د جوړېدو له ډلې د ۵۶ روغتونونو تدارکاتي چارې بشپړې شوې دي او ټاکل شوې د روان ۱۴۰۵ کال په ترڅ کې د ۱۰۰ نورو روغتونونو د جوړېدو چارې هم پیل شي.

نوموړي زیاته کړه، دغه روغتونونه به د عمومي جراحۍ، داخله، نسایي ولادي، د ماشومانو درملنې او یو شمېر نورو څانګو په درلودلو سره خلکو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړي، چې په جوړېدو سره به یې په ولایتي روغتونونو کې د مراجعینو ګڼه‌ګوڼه هم کمه شي.

بلخوا د سمنګانو والي په خپلو خبرو کې وویل، ټول مسوولین د یوه ګډ نظام تر چتر لاندې د هېواد د خدمت لپاره کار کوي او باید د ګډو هڅو له لارې خلکو ته غوره خدمتونه وړاندې شي.