د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې د جاپان له سفیر سره لیدنه کړې.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ ندا محمد ندیم د جاپان هېواد له سفیر تاکاشي اوکادا سره په لیدنه کې له نوموړي غوښتي، چې د افغانستان په تحصیلي بنسټونو او روغتونونو کې د ودانیزو چارو ترڅنګ مسلکي استادان هم وروزي او افغان ځوانانو ته د بورسونو د ورکړې په برخه کې خپلې همکاري لا پسې زیاتې کړي.
ښاغلي ندیم د دواړو هېوادونو تر منځ پر ښو تحصیلي اړیکو او له یو بل سره د علمي او څېړنیزو تجربو پر شریکولو ټینګار کړی.
د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر د جاپان سفیر ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره ښه چلند ته ژمن دی او د جاپان په ګډون له ټولو دولتونو سره د ښو اړیکو دوام غواړي.
د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا په دې لیدنه کې ویلي، چې موږ د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ یو او له افغانستان سره به خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړو.
د یادولو وړ ده چې په دغه لیدنه کې دواړو اړخونو پر غوره تحصیلي اړیکو، د ځوانانو لپاره د بورسونو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او د علمي تجربو پر شریکولو خبرې کړې دي.

