ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پاریسن‌ژرمن د ارسنال په ماتولو سره د اروپا اتلانو لیګ اتلولي خپله کړه

د فرانسې پاریسن‌ژرمن لوبډلې تېره شپه (شنبه، د ۲۰۲۶ کال د مې ۳۰مه)  د اروپا اتلانو لیګ ستره پایلوبه کې وشو کولای، چې په پینالټي راونډ کې د انګلستان ارسنال لوبډلې ته ۴ – ۳ ماتې ورکړي او خپله اتلولي له ځان سره وساتي.

په دې لوبه کې د ارسنال جرمني بریدګر کای هاورټز د لوبې په شپږمه دقیقه کې د چپ اړخ له انفرادي حرکت او د جزا ساحې ته له ننوتلو وروسته د خپلې لوبډلې لپاره لومړی ګول وواهه.

بل لور ته د پاریسن‌ژرمن فرانسوي ستوري عثمان ډیمبلي د لوبې په ۶۵مه دقیقه کې د پنالټۍ له نقطې څخه په دقیقې ضربې سره لوبه مساوي کړه.

له هغې وروسته د دواړو لوبډلو هڅو بله پایله ورنه کړه او د لوبې برخلیک د پنالټۍ ضربو ته وغځېد.

په پای کې پاریسن‌ژرمن وکولای شول ارسنال ته د ۴ ـ ۳ په پایله ماتې ورکړي او د اتلولۍ جام خپل کړي.

ارسنال داسې مهال پاریسن‌ژرمن پر وړاندې لوبېدلی و، چې دغه لوبډلې د روانې میلادي میاشتې په ترڅ کې له ۲۲ کلونو وروسته د انګلستان د غوره لیګ اتلولي هم ګټلې وه.

د یادونې وړ ده، چې پاریسن‌ژرمن تر دې دمه دوه ځله د اروپا اتلانو لیګ اتلولي ګټلې، او دواړه سرلیکونه یې د هسپانوي روزونکي لوسیس انریکه تر مشرۍ لاندې ترلاسه کړي دي.