ټاپي د افغانستان لپاره غوره او حیاتي پروژه ده، چې د عملي چارو په پیلېدو سره به د هېواد د ابادۍ او ښېرازۍ پر لور یو ستر ګام واخیستل شي.
اسلامي امارت د هېواد ستراتیژیک موقعیت ته په کتو هڅه کوي، چې له انرژي څخه غني مرکزي اسیا د انرژۍ له کمبود سره مخ سویلي اسیا سره ونښلوي.
د انرژۍ دغه پروژه چې د افغانستان له لارې تېریږي د ټاپي پروژه ده، چې افغانستان کې به یې عملي چارې ډېر ژر پیل شي.
د ټاپي نللیکه شاوخوا یو زر او ۸۲۱ کلیو متره اوږدوالی لري، چې ۸۲۱ کیلو متره یې د افغانستان له خاورې څخه تېریږي.
یاده نللیکه په کلني ډول د ۳۳ میلیارده متر مکعب ګاز د لېږد ظرفیت لري او د ترانزیټ فیس (حقالعبور) له درکه یې افغانستان ته ۴۵۰ میلیونه ډالر کلني عواید اټکل شوي دي.
څرنګه چې د ټاپي نللیکه د افغانستان له دوو ممو ولایتونو (هرات او کندهار) څخه تېرېږي، دا ولایتونه به له رزانه او پایداره انرژي څخه برخمن شي.
یاده پروژه له ترکمنستان څخه پيل، د افغانستان له خاورې څخه په تېرېدو به لومړی پاکستان او په پای کې هند ته ورسېږي.
د دې نللیکې د رغولو او وروسته د استفادې پر مهال د حفظ او مراقبت او امنیت په برخو کې زرګونه کسانو ته په مستقیم او غیرې مستقیم ډول د کار زمینه برابرېږي.
دغهراز افغانستان له دې ګاز څخه په ګټه اخیستلو سلګونه میګاواټه برېښنا هم تولیدولای شي.
د دې سترې اقتصادي پروژې په پیلېدو سره به مو هېواد پر ځان بسیا شي، هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره او ډېر ځوانان به د بهرنیو هېوادونو له مسافرت څخه وژغورل شي. د دې تر څنګ ټاپي د هېواد لپاره له لاسته راوړنو یوه ډکه پروژه ګڼل کېږي.
د افغانستان اسلامي امارت رهبرۍ د ټاپي پروژې د پلې کولو په موخه ګړندۍ هڅې پیل کړې، چې ډېر ژر به یې د افغانستان په خاوره کې عملي چارې پیل شي.
د دې پروژې په پلي کېدو سره به اقتصادي ودې او پرمختګ ته لاره اواره شي او هېواد به ګړندی پرمختګ ورسره وکړي.
د یادونې وړ ده، چې افغانستان د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د ترانزیټ او انرژۍ د لېږد لپاره تر ټولو نږدې او امن لار ده او اسلامي امارت تل هڅه کړې، چې له دې لارې څخه منځنۍ او سویلي اسیا ونښلوي او افغانستان د سوداګرۍ په مرکز بدل کړي.

