ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شی جین پینګ: که د تایوان مسئله ناسمه مديريت شي، د چین او امریکا ترمنځ به ټکر رامنځته شي

د چین ولسمشر، شي جین پینګ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په لیدنه کې ویلي، چې د تایوان مسئله د دواړو هېوادونو په اړیکو کې «تر ټولو مهمه موضوع» ده.

شي جین پینګ خبرداری ورکړی، که دا موضوع په ناسم ډول مدیریت شي، نو د دواړه هېوادونه ترمنځ به «ټکر او حتی شخړې» رامنځته شي او ټولې اړیکې به له خطر سره مخ کړي.

شي جین پینګ د تایوان خپلواکي او سوله د «اور او اوبو» په څېر بللي، چې یو بل سره نه شي جوړېدای.