د بهرنیو چارو وزارت په مونیخ کنفرانس کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو د هغه څرګندونو هرکلی کړی، چې سوله ییز افغانستان یې د سیمې د ثبات لپاره مهم بللی او غوښتنه یې کړې ده، چې نړیواله ټولنه دې له افغان حکومت سره د ظرفیت لوړونې په برخو کې مرستې وکړي، کنګل شوې شتمني یې دې ازاده، بانکي محدودیتونه دې لرې او له افغانانو سره دې بشري مرستو ته دوام ورکړي.
یاد وزارت هغه څرګندونې له حقیقته لرې ګڼلې، چې د ده په وینا ښايي ترهګرې ډلې له افغانستان څخه ترهګریز فعالیتونه وکړي او که نړیواله ټولنه دې مسلې ته جدي پام ونه کړي، نو د پاکستان په څېر به نه یوازې د افغانستان نږدې ګاونډیانو ته ګواښ شي، بلکې غرب ته به هم ګواښ وي، ځکه افغان حکومت لا تر اوسه منظم امنیتي ځواکونه نه لري.
په اعلامیه کې راغلي؛ د افغانستان اسلامي امارت د سیمې او نړۍ هېوادونو ته په عمل کې ثابته کړې، چې د منظمو او مجربو امنیتي ځواکونو پر مټ يې هېچاته اجازه نه ده ورکړې چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي.
د یادولو وړ ده، چې د افغانستان امنیت اوس د نړۍ تر ډېرو هېوادونو ښه دی.
بهرنیو چارو وزارت وايي؛ غواړو د سیمې او نړۍ د هېوادونو پام دې حقیقت ته راوګرځوو چې اسلامي امارت هم د اشغال پرمهال او هم له فتحې وروسته د افغانستان او سیمې د امنیت ټینګښت لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي دي، چې په پایله کې يې نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې سیمې امنیت سره مرسته کړې ده او د سیمې د امنیت پرخلاف تر ډېره د پخوانیو ګواښونو مخه نیول شوې ده.
یاد وزارت زیاتوي، چې د پاکستان وروستۍ نا امني نوې نه ده، بلکې د تېرو شلو کلونو تسلسل دی.
بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی؛ د افغانستان اسلامي امارت ټینګه اراده لري چې هیچا ته به اجازه ور نه کړي چي د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو په ځانګړې توګه د ګاونډیانو پر ضد وکاروي.
دغه راز له پاکستان څخه غوښتل شوي، چي په نړیوالو کنفرانسونو کې دې د شکایت پرځای له افغان حکومت سره مخامخ پر دوه اړخیزو مسایلو بحث وکړي.