ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د قوش تېپې کانال پروژې د چارو د لا چټکتیا په موخه د همغږۍ غونډه وشوه

د قوش تېپې کانال پروژې د چارو د همغږۍ او چټکتيا په اړه د چارو ادارې لوی رياست، کرنې او مالدارۍ وزارت او ملي پراختيا شرکت ترمنځ غونډه وشوه.

د چارو ادارې لوی رياست مالي او اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حقاني په دې غونډه کې ویلي، چې له شته فرصت څخه په استفادې باید د هېواد ښېرازۍ لپاره کار وکړو.

ښاغلي حقاني زیاته کړې، چې د چارو د ښه پرمختګ په موخه باید د قوش تېپې کانال د تخنيکي ټيمونو ترمنځ همغږي رامنځته شي او د يادې پروژې چارې په ښه توګه پرمخ ولاړې شي.

د ملي پراختيا شرکت ریيس عبدالرحمن عطاش دې غونډې ته په وینا کې ویلي؛ د قوش تېپې کانال د افغانستان لپاره لويه تاريخي او حياتي پروژه ده، چې چاري يې باید په ملي احساس او جذبه ترسره شي تر څو هېواد د کرنې او ابادۍ په برخه کې پرمختګ وکړي.

په دې غونډه کې له هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه شوې، چې د يادې پروژې د چارو د لا ښې همغږۍ او ښه ترسره کېدو په موخه د اړوندو دولتي ارګانونو له استازو ګډه کمېټه جوړه شي.