ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کورنیو چارو سرپرست وزیر: یوازې خبرې او تفاهم ستونزې حل کولای شي

د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د جاپان له سفیر ښاغلي تاکاشي اوکادا سره لیدلي.

ښاغلي حقاني په دې لیدنه کې ویلي، چې اقتصادي بندیزونو او بانکي محدودیتونو زموږ ولس زیانمن کړی او دغه بندیزونه د هېڅ لوري په ګټه نه دي.

نوموړي زیاته کړې، چې یوازې خبرې او تفاهم ستونزې حل کولای شي.

د ښاغلي حقاني په وینا؛ له اشغاله په میراث پاتې ستونزې کمې نه دي، خو له مشرتابه تر سرتېري ټول لګیا یو، چې امنیت تامین او افغانستان اباد کړو او له سیمې او نړۍ سره ښې اړیکې وساتو.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، چې که نړیواله ټولنه په ښه نیت رامخته شي، د بې باورۍ اوسنۍ فضا به بدله او د تفاهم لاره به غوره شي.

په دې لیدنه کې د جاپان سفیر ښاغلي تاکاشي اوکادا په افغانستان د اقتصادي بندیزونو او نورو ننګونو د حل هېله څرګنده کړې او ډاډ یې ورکړی، چې په دې برخه کې به له افغانستان سره هر راز مرسته وکړي.